پېښور : د خیبر پښتونخوا د پېښور هایکورټ وفاقي حکومت ته امر کړی دی چې په قانوني ویزو پاکستان کې مېشت دوه افغان خبریالان تر راتلونکو ۶۰ ورځو پورې ونه نیسي او افغانستان ته یې هم ستانه نکړي.

 

د عدالت ،د اګست په ۱۰مه، په تحریري حکم کې ویل شوي دي، چې سید احسان الله صالحي او سید منیر احمد په قانوني اسنادو پاکستان ته داخل شوي دي او اوس مهال په دغه هېواد کې په قانوني توګه اوسېږي.

 

دواړو خبریالانو په ۲۰۲۶م کال کې فرانسې ته د کډوالۍ یا مېشتېدو لپاره غوښتنلیکونه هم سپارلي چې د عدالت د حکم له مخې، لا تر اوسه تر غور لاندې دي. په اسلام ‌اباد کې د فرانسې سفارت هم د دوي د قضیو تایید کړی دی.

 

د خبریالانو وکیل عدالت ته ویلي دي چې د قانوني اسنادو له لرلو سره سره، د نیول کېدو او په زور افغانستان ته د ستنولو له وېرې دواړه خبریالان له ازاد تګ راتګ او ځینو روغتیايي اسانتیاوو څخه په بشپړه توګه ګټه نه شي اخیستلی.

 

د پېښور هایکورټ ججانو په خپله پرېکړه کې د «بریالي میان خېل بنام فیډریشن» قضیې ته اشاره کړې او وفاقي حکومت ته یې ۶۰ ورځې وخت ورکړی دی چې د دغو دوو افغان خبریالانو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

 

عدالت ویلي دي، چې که د کورنیو چارو وزارت په دې موده کې د خبریالانو د برخلیک په اړه کومه حتمي پرېکړه ونه کړي، د وزارت سکرتر به اړ وي چې دواړو ته موقتي اجازه ‌لیکونه ورکړي.

 

تر اوسه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له خوا د دې قضیې په اړه کومه رسمي څرګندونه نه ده شوې.