د روزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ اړوند د څلورمې امنیتي حوزې پولیسو ، د اپرېل په ۲۵مه، د مرکز ترینکوټ په دوراهي سیمه کې د نشیي توکو یوه اندازه موندلې او ضبط کړې ده.
د یادې حوزې سرتېرو د پلټنې پر مهال (۶۷۵) کیلوګرامه اوړه شوي اومان نشيي توکي، چې په یو ډینا ډوله موټر کې لېږدول کېدل، نیولي دي. په دې تړاو یو شکمن کس هم نیول شوی، چې دا مهال تر څېړنې لاندې دی.
مسؤلین زیاتوي، نیول شوي توکي به د محکمې له پرېکړې وروسته د اړوندو ادارو په حضور کې له منځه یوړل شي، او نیول شوی کس به له بشپړو تحقیقاتو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

بریال منګل