ګوهاټي، اسام : د اسام د طبیعي افتونو د مدیریت ادارې ،د اګست د ۱۰مې، معلوماتو له مخې، د موسمي سېلابونو له امله په دغه ریاست کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۰ ته رسېدلی دی. چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دوو نورو کسانو له مړینې وروسته د قربانیانو شمېر دغه کچې ته لوړ شوی دی.
د موسمي بارانونو له امله برهماپوترا او یو شمېر نور سیندونه لا هم په ګڼو سیمو کې د خطر له کچې پورته بهېږي. سېلابونو ګڼ کلي لاندې کړي، کورونو، سړکونو او نورې بنیادې ډانچی ته یې زیان رسولی او پراخې کرنیزې ځمکې یې ډوبې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د سېلابونو له پېل راهیسې له اوو لکو ډېر کسان بې ځایه شوي دي. د سېلابونو په اوج کې نږدې درې لکه کسان په دولتي مرستندویه کمپونو کې ځای پر ځای شوي وو، خو اوس شاوخوا ۴۹ زره کسان لا هم په ۱۲۵ مرستندویه کمپونو او د مرستو په وېش مرکزونو کې مېشت دي.
که څه هم په ځینو سیمو کې اوبه کمې شوې او خلک خپلو کورونو ته ستنېږي، خو ګڼ کورونه لا هم د خټو او شګو تر ملبی لاندې دي. سېلابونو د خلکو مالداري هم سخته زیانمنه کړې او د ناروغیو د خپرېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
چارواکي وايي، چې د زیانونو ارزونه روانه ده او د اغېزمنو کورنیو لپاره به د مرستو او بیارغونې چارې به چټکې شي.


شال نیوز