مکه / انقره : د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حاقان فیدان ویلي دي، چې مصر ښیي د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې له ګډ دفاعي تړون سره یوځای شي؛ خو د مصر د غړیتوب لپاره باید یو شمېر تخنیکي مسئلې حل شي.

 

فیدان ،د اګست په ۹مه، ویلي دي، چې مصر په سیمه‌ ییزو چارو کې د دغو هېوادونو طبیعي شریک دی او تمه ده چې د تړون په راتلونکي پړاو کې ورسره یوځای شي. نوموړي زیاته کړې ده چې د تړون د پراختیا په اړه له نورو هېوادونو سره هم خبرې روانې دي.

 

پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې دغه دفاعي تړون د اګست پر ۷مه په مکه کې لاسلیک کړ. د تړون له مخې، پر یوه غړي وسله ‌وال برید به د ټولو غړو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.

 

فیدان ټینګار کړی دی چې تړون د ایران یا کوم بل هېواد پر ضد نه دی جوړ شوی، بلکې موخه یې د غړو هېوادونو ګډه دفاع، امنیت او سیمه ‌ییز ثبات دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم ویلي دي، چې تړون د سیمې د هر هغه هېواد لپاره پرانیستی دی چې اساسي اصول یې ومني او اختلافات په سوله‌ ییزه توګه حل کړي.

 

د مصر غړیتوب لا تر اوسه نهايي شوی نه دی.