د کندهار امنیه قومندانۍ اړوند، د نشیي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت، له لوري ،د اپرېل په ۲۵مه، له ۳۳۷ اړمنو کورنیو سره د خوراکي، غیرخوراکي او نغدې مرستو لړۍ ترسره شوې ده.
د چارواکو په وینا، په دغو مرستو کې ۱۱ قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکي شامل وو، چې مستحقو کورنیو ته ووېشل شول. یادې کورنۍ د ښار له بېلابېلو سیمو راټولې شوې وې او د هغوي د اړتیا کچه د سیمي د امامانو او د ګذر د وکیلانو د تایید او د تثبیت کمېټۍ تر ارزونې وروسته تثبیت شوې وه، چې ډېری یې بې سرپرسته ښځې وې.
مسوولین زیاتوي، د دغو کورنیو هغه غړي چې له جدي ناروغیو سره مخ وو، د درملنې لپاره روغتیايي بنسټونو ته معرفي شوي او هغه کسان چې په نشیي توکو روږدي وو، د درملنې مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د یاد مدیریت له لوري مرستې د کورنیو تر دروازو پورې رسول شوي، څو د وېش بهیر لا شفاف او اسانه وي.
همدارنګه، په تېره میاشت کې یو شمېر بېروزګاره کسان د کار موندنې په موخه ښاروالۍ ته ورپېژندل شوي او شاوخوا ۳۰۰ تنه ماشوم سوالګر خپلو کورنیو ته په تضمین سپارل شوي دي.

بریال منګل