کوټه : د بلوچستان حکومت د کورنیو چارو ادارې د امن او امان د وضعیت له کبله له پاکستان ټیلي‌ کمیونیکېشن ادارې څخه د غوښتنې نه پس په ټوله صوبه کې د ۲جي، ۳جي او ۴جي موبایل انټرنېټ خدمتونه بند دي.

 

د کورنیو چارو ادارې د وړاندیز له مخې، د موبایل انټرنېټ د بندښت موده ،د اګست له ۹مې، نېټې نه تر د ۲۰۲۶م کال د اګست تر ۱۰مې، نېټې د سهار تر اوو بجو پورې وه، خو د بندیز وخت سر ته رسیدو نه پس موبایل انټرنیټ لا هم بند پاتې دی.

 

په خپرو شویو معلوماتو کې یوازې د موبایل انټرنېټ د خدمتونو د بندولو غوښتنه شوې ده؛ د موبایل د غږیزو اړیکو یا زنګونو د بندېدو یادونه پکې نه ده شوې. له دې امله د «وائس او ډیټا خدمتونو د بشپړ بندېدو» دعوه د دې غوښتنې له مخې په رسمي توګه نه شي تاییدېدی.

 

په کوټه او د بلوچستان په یو شمېر نورو ضلعو کې د امنیتي ځواکونو د ناکو او تلاشیو راپورونه هم خپاره شوي دي. د ،دي نیوز، د راپور له مخې، د اګست پر نهمه له ماسپښین راهیسي په کوټه او ځینو نورو سیمو کې د موبایل نیټورک او ډیټا خدمتونه اغېزمن شوي دي او پولیسو او ایف‌ سي د موټرو تلاشۍ پېل کړې دي.

 

د پاکستان سرکاری راډیو هم ویلي دي، چې امنیتي ځواکونه په بلوچستان کې د «ردالفتنه-۳» عملیاتو ته دوام ورکوي. د حکومت په وینا، په مستونګ، بولان، واشک، اواران، سبي، خضدار، هرنایي او نوشکي ضلعو کې عملیات شوي او ۱۵ وسله‌ وال وژل شوي دي. د دې شمېرې خپلواک تایید تر اوسه نه دی شوی.

 

چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چې د موبایل انټرنېټ بندښت د کوم ځانګړي لوي پوځي عملیاتو لپاره شوی دی. خو د امنیتي ګواښونو، روانو عملیاتو او د پولیسو او ایف‌ سي د تلاشیو له امله ښکاري چې دا اقدام د امنیتي پلان برخه ده، نه عادي تخنیکي خرابي.