د خېبر پښتونخوا په ضم شوو ضلعو کې د بلدياتي نظام د پياوړتيا لپاره د بره کرم تحصیل ،په پاړاچنار ګورنر هاؤس، کې ،د اپرېل په ۴۵مه، يوه مهمه غونډه ترسره شوه، چې د ‘جاپان انټرنیشنل کووپریشن ایجنسي’ په مرسته او د سيمه ييزو حکومتونو د محکمې په همکارۍ جوړه شوې وه۔
په غونډه کې ايډيشنل ډپټي کمشنر عامر نواز، جاوېد جان، ډاکټر علي محمد بنګش، کيپټن علي اکبر، سيد وصي سيد ميا، د نړیوال بانک استازي او د سيمي مشرانو ګډون درلودل۔
چارواکو وويل چې د دې غونډې موخه د مقامي خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، زمیندارانو او د سرکاري عملې وړتياوې لوړول دي، تر څو د ولسي خدمتونو وړاندې کول اغېزمن شي.
د غونډې پر مهال ۶۰ کورنيو ته د خوراکي او غیر خوراکي موادو مرستې ورکړلی شوې، او همدارنګه ۷۵ تنه (نارينه او ښځې) چې د بدن د اوبو کموالي د درملنې روزنه يې ترلاسه کړې وه، ته اړين سامانونه وسپارل شول۔
په دې موقع، ايډيشنل ډپټي کمشنر عامر نواز وويل چې دا ګام د ضم شوو ضلعو د بلديې ادارو د پياوړتيا لپاره ډېر مهم دی، او قوي مقامي ادارې کولی شي د خلکو ستونزې زر حل کړي۔
د سيمه ييزو حکومتونو د محکمې چارواکو په وينا، د دې غونډې له لارې به نه يوازې د عملې مسلکي وړتياوې لوړې شي، بلکې خلکو ته به چټکې او غوره اسانتياوې هم برابرې شي. هغوي د نړيوالو ادارو د مرستو ستاينه وکړه او وې ويل چې دا ډول همکاري د پرمختيايي کارونو د پياوړتيا سبب ګرځي.
ځايي مشران وايي، که دا ډول هڅې دوام وکړي، نو په کرم کې به د صحت او نورو بنيادي خدمتونو حالت ښه شي.

علي افضل افضال