صوابۍ : د صوابۍ په یار حسین کې زمیندار ،تمریز خان، د اګست په ۹مه، د تمباکو د کم نرخ پرضد د احتجاج په توګه خپل تیار فصل سوځولی دی. تمریز خان وايي، چې د تمباکو فصل په تیارولو کې یې ډېر خرڅ او سخت محنت کړی، خو د فصل مناسب نرخ نه ورکول کېږي. د ده په خبره، اوسنی نرخ دومره کم دی چې د اوبو، سرې، دوا، مزدورۍ او نورو لګښتونو پیسې هم نه پوره کوي.

 

د سیمې زمینداران وايي، چې د تمباکو نرخ باید د زمیندارانو د لګښتونو په حساب وټاکل شي. دوي له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د کم نرخ مخه ونیسي او زمیندارانو ته د فصل مناسبې پیسې ورکړي.

 

تمباکو د صوابۍ، یار حسین، مردان، چارسدې او د خیبر پښتونخوا په یو شمېر نورو سیمو کې په لویه کچه کرل کېږي. خو د خلکو په وینا، د تمباکو د پراخ کښت له امله د غنمو، ګنیو او نورو خوراکي فصلونو کرکیله کمه شوې ده.

 

د تمباکو د وچولو لپاره د لرګیو استعمال هم د ځنګلونو د تباهۍ او چاپېریال د خرابېدو سبب ګرځي. نیوکه کوونکي وايي، چې د دې فصل ډېره ګټه زمیندارانو ته نه، بلکې یوې خاصې طبقې او څو مخصوصو کسانو ته رسېږي.

 

د غنمو او ګنیو په پیداوار کې د ۵۰ فیصدو څخه د زیات کمښت دعوه هم کېږي، خو د دې شمېرې په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي. د کرنې له چارو سره تړلي کسان وايي، چې زمینداران باید یوازې په یو فصل تکیه ونه کړي او حکومت باید د فصلونو د تنوع، ځنګلونو ساتنې او زمیندارانو د مناسب عاید لپاره عملي پاليسي جوړه کړي.