په ډېره اسماعیل خان کې د اپرېل په ۲۵مه نېټه د پولیس لائنز په انګړ کې د پولیسو هغو غازیانو ته د درناوي لپاره یوه ځانګړې غونډه ترسره شوه چې د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو کې ژوبل شوي دي.

 

د پولیسو چارواکو په وینا، د غونډې مشري د ډېره اسماعیل خان ریجنل پولیس افسر غلام مبشر میکن کوله. په دې موقع د ډېره ډویژن کمشنر داود خان، سټېشن کمانډر بریګېډیئر محمد ابوبکر، د ضلعې پولیس مشر ضیاءالدین احمد، د پولیسو افسرانو، سول انتظامیې او نورو ادارو استازو ګډون کړی و.

 

غونډه د شهیدانو په یادګار د حاضري نه پېل شوه، چرته چې د شهیدانو لپاره دعا وشوه او ګلونه کېښودل شول.

 

د ضلعې پولیس مشر ضیاءالدین احمد وویل چې د پولیسو غازیانو د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې مهم رول لوبولی او په سیمه کې یې امن ټینګ کړی دی. هغه زیاته کړه چې د بدن د غړو له لاسه ورکولو باوجود دغه غازیان اوس هم د خدمت جذبې سره خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي.

 

ریجنل پولیس افسر غلام مبشر میکن غونډې ته وویل چې د پولیسو او ولس ګډه همکاري د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ډېر اهمیت لري. د هغه په وینا، د غازیانو د فلاح لپاره سپارښتنې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ته لېږل شوې دي.

 

سټېشن کمانډر بریګېډیئر محمد ابوبکر وویل چې د پولیسو غازیان د هېواد د دفاع اصلي ځواک دی او د هغوي قربانۍ به هېڅکله هېرې نه شي.

 

کمشنر داود خان وویل چې د غازیانو قربانۍ به د تاریخ برخه وي او د ترهګرۍ د ختمولو لپاره باید ادارې او ولس ټول په ګډه هڅې وکړي.

 

په پای کې ریجنل پولیس افسر د غازیانو سره جدا جدا ملاقات وکړ، د هغوي ستونزې یې واورېدې او د حل لپاره یې په ځای حکمونه ورکړل.