په پېښور کې یوې مهمې مشورتي جرګې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په مخ په زیاتیدونکي کړکېچ ژوره اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې جګړه د ستونزو حل نه شي کېدی.

د جرګې ګډونوالو په یو غږ غوښتنه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې هر ډول پوځي او سیاسي ترینګلتیا سمدستي پای ته ورسیږي. د دوی په وینا، دا ډول حالات یوازې د سرحدي سیمو د عامو خلکو ژوند تریخوي، ځکه نو پکار ده چې د وضعیت د سمولو لپاره بیړني ګامونه پورته شي.

د سرحدونو بندښت او اقتصادي اغېزې

جرګې په ځانګړي ډول د پولې پر سمدستي پرانیستلو ټینګار وکړ. ګډونوالو وویل چې د لارو بندېدو نه یوازې کاروبارونه اغېزمن کړي، بلکې د زرګونو خلکو روزګار یې هم له خطر سره مخ کړی دی. د جرګې ویناوالو وویل چې که جګړه وي او که سوله، سوداګري باید ونه درول شي، ځکه همدا د سیمې د ابادۍ او د ولس د هوساینې لاره ده.

کلتوري او مذهبي اړیکې

په غونډه کې وویل شول چې دواړه هېوادونه د مذهب، کلتور او ټولنیزو ارزښتونو په اساس سره تړلي دي. دا تاریخي اړیکې دومره پیاوړې دي چې د دواړو غاړو ولسونه اوسنی کړکېچ د ځان لپاره د جدي زیان په توګه ویني.

د جرګې تنظیموونکي او ګډونوال

دا مشورتي غونډه د پېښور پوهنتون په سیمه‌ییز مرکز کې ترسره شوه. د دې غونډې کوربه توب د خیبر پښتونخوا پخواني اعلی منشي ارباب شهزاد کاوه او د تنظیم چارې یې د اسپایر نادولتي ټولنې او د ملي اصلاحي غورځنګ لخوا پر غاړه اخیستل شوې وې.

په دغه جرګه کې د سیاسي ګوندونو مشرانو، قومي مشرانو، مذهبي شخصیتونو، ټولنیزو فعالانو او د مدني ټولنې ګڼو استازو ګډون کړی و.

د تنظیموونکو په وینا، د دې ناستې هدف د ټولنې بېلابېل قشرونه یو ځای کول وو، ترڅو د مشورې له لارې د سولې لپاره عملي وړاندیزونه برابر کړي. په پای کې پرېکړه وشوه چې د سیمې د ثبات او متقابل احترام لپاره به دا ډول خبرې اترې په راتلونکي کې هم دوام لري.