نوښار : د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا صوبايي صدر ،میا افتخار حسین، ویلي دي، چې د حکومت د اقداماتو له امله د تعلیمي بېړني حالت په نوم د شوې دعوې حقیقت بربنډ شوی دی.

 

نوموړي ویلي دي، چې د تحریک انصاف د څوارلس کلنې واکمنۍ تعلیمي تګلارې په بشپړه توګه ناکامې شوې دي. د ده په وینا، خصوصي برخه د تعلیم په پرمختګ کې مهمه ونډه لري او په اوسني عصري دور کې ځوانانو ته له نويو اختراعاتو سره بلدتیا ورکول ډېر ضروري دي.

 

میا افتخار حسین دا خبرې ،د اګست په ۹مه، د نوښار سره نږدې په پبو کې د عصري انګرېزۍ ژبې او کمپیوټر مرکز له خوا د جوړې شوې د وینا سیالۍ د پای په غونډه کې د فارغ شوو زده‌ کوونکو او منتظمینو په خطاب کې وکړې.

 

د غونډې په پای کې تنظیموونکو صوبايي صدر ته د درناوي ډال هم ورکړ.