واڼا : د کوز سویلي وزیرستان د برمل تحصیل په زېړه لیټه، انګور اډه سیمه کې یوه ۴۸ کلنه ښځه د ناپېژانده کسانو له خوا په کاڼو ویشتل شوې او وژل شوې ده.

 

د سیمې اوسېدونکو ،د اګست په ۹مه، ویلي، مقتوله د زابت خان عرف زابیتي وزیر مېرمن وه او دوه ورځې وړاندې د پسونو او وزو څرولو لپاره نږدې غرونو ته تللې وه. د خلکو په وینا، ناپېژانده کسانو هغه محاصره کړې او پرې یې کاڼي ورولي دي. نوموړې د سختو ژوبلو له امله پر ځای مړه شوې ده.

 

د مقتولې خپلوان وايي، هغه یوه درنه او زیارکښه ښځه وه او د کور د خرڅ پوره کولو لپاره به یې څاروي څرول. د مقتولې خپلوانو او د سیمې خلکو د پېښې پر ضد احتجاج کړی او د قانون نافذوونکو ادارو څخه یې د پېښې د سمدستي پلټنې او د لاس لرونکو کسانو د نیولو غوښتنه کړې ده.

 

د پولیسو د سرچینو په وینا، د پېښې راپور درج شوی او پلټنې پېل شوې دي. د پېښې د علت او د شکمنو کسانو د هویت په اړه لا رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.