لنډي کوتل : د خیبر ضلعې په لنډي کوتل کې د سوداګر ،محمد ظریف شینواري، چې په «لنډې حاجي» مشهور دی، د مبینه تښتونې پر ضد د هغه د کورنۍ، سیاسي ګوندونو مشرانو، قامي مشرانو او ولس احتجاجي پرلت نن درېیمې ورځې ته وغځېد.

 

احتجاج کوونکو د چروازۍ په سیمه کې خېمې درولې او پاکستان - افغانستان لویه لار یې د هر ډول ټرافیک پر مخ تړلې ده.

 

د کورنۍ غړو، سیاسي مشرانو او قامي مشرانو ویلي دي، چې تر هغه به احتجاجي پرلت روان وي چې محمد ظریف شینواری په خوندي توګه بېرته راخلاص نه شي، او پاکستان - افغانستان لویه لار به هم تړلې پاتې وي.