پاکستان کې د بجلی لوډشیډینګ، کم وولټېج او د برېښنا لوړو بیو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. په ملاکنډ کې ډېرې کورنۍ اوس د سولر انرژۍ پر لور مخه کوي، څو د برېښنا له پرلهپسې نشتوالي او درنو بلونو ځان وژغوري. د سولر کاروباریان وایي، د پخوا په پرتله یې د مشتریانو شمېر ډېر شوی، خو د حکومت د مالیاتي تګلارې په اړه اندېښنې لا هم شته. په دې راپور کې د خلکو ستونزې، د سولر بازار وضعیت او د کارپوهانو نظرونه واورئ.


شال نیوز