په سوات کې د ځمکې لاندې د اوبو کچه په چټکۍ سره راټیټېږي او په ګڼو سیمو کې زاړه کوهيان وچ شوي دي. د دې ستونزې د حل لپاره ځايي خلکو د باراني اوبو د جذب کوهيانو جوړول پیل کړي، څو د باران اوبه بېرته د ځمکې لاندې زېرمو ته ورسېږي. په دې راپور کې به وګورئ چې د باراني اوبو د خوندي کولو دا ساده خو اغېزمنه طریقه څنګه د اوبو د کمښت په کمولو کې مرسته کولی شي، او ولې چاپېریالي پوهان د باران د هر څاڅکي ساتنه د راتلونکي لپاره اړینه بولي.


عصمت علي اخون