د جماعت اسلامي امیر حافظ نعیم الرحمن وايي، دا مهال په ټول هېواد کې د ګراني او حکومتي پالیسو پر ضد احتجاجونه روان دي. په همدې لړ کې د بر دیر په چکیاتن کې هم احتجاج کوونکو لویه لار تړلې او د هېواد د ګراني، په ملاکنډ ډویژن کې د ټکسونو او نورو، د دوی په وینا، ظالمانه اقداماتو پر ضد یې اعتراض کړی دی.