د هلمند امنیه قوماندانۍ وایي، د مرکز لښکرګاه ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې ۹ تنه د غلا په تور نیولی شوي دي.
د یادې حوزې امنیتي او کشفي منسوبینو د ځانګړو عملیاتو پر مهال دغه کسان د غلا شوو توکو، چې پکې ګرځنده تلیفونونه، یو اندازه نغدې پیسې او نور اجناس شامل دي، سره یو ځای لاس په لاس نیولي دي.
چارواکي زیاتوي، نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو او د دوسیو تر بشپړېدو وروسته اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د هلمند امنیه قوماندانۍ امنیتي مسوولین ډاډ ورکوي چې په ټول ولایت کې امنیتي او کشفي ځواکونه فعال حضور لري او د چکپواینټونو، ګزمو او پېرې له لارې به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې امنیتي وضعیت او ثبات ته زیان ورسوي.

بریال منګل