دلاویر : د امریکا د دلاویر پوهنتون څېړونکي پر شارکانو وړې برېښنايي الې لګوي، څو د سمندر د اوبو تودوخه، مالګینوالی او ژوروالی ثبت کړي. دغه الې مالومات هغه مهال سپوږمکیو ته لېږي چې شارک د اوبو سر ته راووځي.

 

څېړونکي وايي، چې شارکان په خپله د توپانونو وړاندوینه نه کوي؛ بلکې هغو سیمو ته په طبیعي ډول ځي چې د انسانانو لپاره پکې د سمندر د ژورو اوبو مالومات راټولول سخت او ګران تمامېږي. د شارکانو له بدن سره تړل شوې الې د اوبو له بېلابېلو ژورو څخه تودوخه او نور اړین مالومات ثبتوي.

 

د دغو وسایلو په مرسته د اوبو د مالګینوالي کچه هم د برېښنايي چالکتیا له لارې معلومېږي. کله چې د شارک د شا پکه د اوبو له سر راووځي، وسیله له سپوږمکۍ سره اړیکه نیسي او ثبت شوي مالومات څېړونکو ته استوي.

 

د څېړنې مشر ارون کارلایل وايي، چې دوي تر ټولو زیات د سمندر د پاسنۍ هغې برخې له تودوخې سره دلچسپي لري چې اوبه پکې سره ګډېږي. د نوموړي په وینا، همدا توده طبقه د سمندري توپانونو د زور اخیستو لپاره انرژي برابروي؛ نو هر څومره چې د اوبو تودوخه زیاته وي، د توپان د پیاوړي کېدو امکان هم زیاتېږي.

 

تر اوسه د هوا پوهان د توپان د راتګ ځای په نسبي ډول ښه اټکلوي، خو د توپان د زور او شدت معلومول ورته لا هم ستونزمن دي. د شارکانو له لارې راټولېدونکي مالومات ښیي د سمندر او هوا د وړاندوینې علمي حسابونه لا ښه کړي او د امریکا د ختیځ ساحل له شمالي کارولاینا تر ماساچوسیټسه پورې ساحلي سیمو ته د توپانونو په اړه کره خبرتیاوې ورکړي.

 

څېړونکي هغه شارکان غوره کوي چې ډېر ځله د اوبو سر ته راځي، څو الې یې سپوږمکیو ته مالومات ولېږدولی شي. په دې څېړنه کې پر ماکو شارکانو، شنو شارکانو، هامر شارکانو او د لوي سپین شارک پر ځوانو بېلګو هم کار کېږي.⁠

 

د شارک نیول، روغتیا کتل او پر شا یې د وسیلې تړل عموماً له څو دقیقو ډېر وخت نه اخلي. څېړونکي وايي، الې داسې جوړې شوې دي چې له څه مودې وروسته خپله له شارک څخه جلا شي. د څارویو د ساتنې د اصولو له مخې د هر شارک روغتیا د خوشي کولو تر مخه کتل کېږي.

 

تر دې مخکې څېړونکو د سمندر د تودوخې او ژوروالي د معلومولو لپاره له بېړیو او ځان‌ خوځېدونکو اوبو لاندې وسایلو کار اخیست. خو دغه وسایل ګران دي، ورو حرکت کوي او یوازې په ټاکلو سیمو کې مالومات راټولوي. شارکان بیا په پراخو سیمو کې په طبیعي ډول ګرځي او د اوبو له بېلابېلو ژورو څخه مالومات راوړي.

 

څېړونکي ټینګار کوي چې دا پروژه لا د ازمېښت په پړاو کې ده. د هر شارک د ګرځېدو او د اوبو سر ته د راوتلو عادت توپیر لري، نو ځینې الې زر مالومات لېږي او ځینې نورې لږه پایله ورکوي. که دا طریقه په پراخه کچه بریالۍ شي، شارکان به د سمندر د څارنې په یوه ارزانه او ګرځنده سرچینه بدل شي او د راتلونکو توپانونو پر وړاندې به د ساحلي خلکو چمتووالی لا پیاوړی کړي.