د لویو لارو د خوندیتوب او ترافیکي نظم د ښه والي په موخه، د کندهار - کابل پر لویه لار د ترافیکي نښو (ګل مېخیو) د نصب پروژه پېل شوې ده.
د پولیسو او ترافیکو عمومي ریاست په همغږۍ، د کندهار امنیه قومندانۍ د ترافیکو مدیریت له لوري دغه پروژه عملي کېږي، چې موخه یې د سړکونو خوندیتوب لوړول او د ترافیکي پېښو مخنیوی دی.
د مسوولینو په وینا، تر دې دمه د یادې پروژې په لړ کې شاوخوا یو کیلومتر ساحه کې ترافیکي نښې نصب شوې دي او پاتې چارې په دوامداره توګه روانې دي.
د کندهار د ترافیکو مدیریت ټینګار کوي چې پروژه به په معیاري ډول بشپړه شي، ترڅو د خلکو تګ راتګ اسانه او د ترافیکي پېښو کچه راکمه شي.

بریال منګل