شانګله / کوټه : کله چې د شانګلې د میا کلي، پیراباد د لسم ټولګي زده کوونکي ابو سفیان د میټرک پایله اعلان شوه، هغه ۸۶۵ نمرې اخیستې وې. خو ابو سفیان خپله پایله ونه لیدله؛ نوموړی د بلوچستان د سورنج د سکرو کان په خونړۍ پېښه کې وژل شوی و.
د سیمې د اوسېدونکي عابد یار په وینا، ابو سفیان په شانګله کې د روزګار د محدودو فرصتونو او سختو اقتصادي ستونزو له امله د میټرک له امتحانونو سمدستي وروسته بلوچستان ته تللی و، څو د خپلې کورنۍ د لګښتونو لپاره مزدوري وکړي.
هغه په سورنج کې د سکرو په یو کان کې کار پېل کړی و، خو څو ورځې وروسته د مېتان ګاز د چاودنې په پېښه کې ووژل شو. د هغه کورنۍ ته د کامیابۍ خبر د خوښۍ پر ځای د ماتم خبر شو، ځکه ابو سفیان لا د خپلې پایلې له اعلان څخه خبر نه و.
د جولایۍ پر ۳۰مه د کوټې ښار ته نږدې د سورنج په سیمه کې د سکرو په دوو نږدې کانونو کې د مېتان ګاز چاودنه وشوه. چاودنې د کانونو ځینې برخې ونړولې او لسګونه کارګر تر ځمکې لاندي بند پاتې شول. د ژغورنې له اوږدو عملیاتو وروسته د ټولو ۳۴ کان کېندونکو مړي را وایستل شول.
د قربانیانو د سیمو په اړه په لومړنیو راپورونو کې بېلابېل معلومات خپاره شوي وو. د ډان په لومړني راپور کې ۲۸ کسان د شانګلې اوسېدونکي ښودل شوي وو، خو وروسته د بلوچستان د کانونو مشر مفتش ،محمد عاطف، وویل چي ټول ۳۴ وژل شوي کان کېندونکي د شانګلې ضلعې اوسېدونکي وو. د میا کلي، پیراباد ۲۳ ځوانان بیا په سیمه ییزو راپورونو کې د دې پېښې قربانیان ښودل شوي دي.
د اګست پر ۳مه د میا کلي، پیراباد هدیرې ته د ۲۳ وژل شویو کان کېندونکو جنازې یو په بل پسې ورسېدې. په کلي کې نږدې هر کور د یوه خپلوان د مړینې ویر کاوه. په یوه کور کې درې وروڼه وژل شوي وو او په ځینو نورو کورونو کې بیا دوه دوه وروڼه او نږدې خپلوان له منځه تللي وو.
د شانګلې د سکرو کان کېندونکو د کارګرانو ټولنې مشر عابد یار وايي، چې د وژل شویو ډېر ځوانان د ۱۷ او ۲۵ کلونو ترمنځ عمرونه لري. د هغه په وینا، په قربانیانو کې داسې ځوانان هم شامل دي چې پلرونه یې پخوا په کانونو کې وژل شوي وو او ځینې کورنۍ لا له مخکې د کانونو د پېښو له امله یتیمې شوې وې.
عابد یار وايي، چې په وژل شویو کې یو ځوان د واده یوازې ۱۵ ورځې وروسته کان ته تللی و، خو په ۱۶مه ورځ یې جنازه کور ته راوړل شوه. د هغه نوې ناوې کونډه شوه او کورنۍ یې د واده د خوښۍ پر ځای د جنازې له غم سره مخ شوه.
د قربانیانو کورنیو نیوکه کړې چي د مړو د لېږد لپاره حکومت کافي امبولانسونه نه وو برابر کړي. د هغوي په وینا، دوي اړ شول چې د خپلو عزیزانو مړي په شخصي موټرو او وینونو کې، په خپل لګښت، له کوټې څخه خپلو کلیو ته راوړي. د ځینو مړو حالت دومره خراب و چې کورنیو یې ونه شو کړای د وروستي ځل لپاره د خپلو عزیزانو مخونه وویني.
د میا کلي دا غمیزه د شانګلې لپاره نوې نه ده. د صنعت نشتوالی، بې روزګاري او د کار محدود فرصتونه د دې سبب شوي دي چې د سیمې ګڼ ځوانان د خپلو کورنیو د لګښتونو لپاره له کوره لرې، په بلوچستان او د پاکستان په نورو سیمو کې، د سکرو په کانونو کې کار وکړي.
د سیمې خلک وايي، چې ډېر زده کوونکي د ښوونځیو او کالجونو د رخصتیو پر مهال کانونو ته ځي. دوي په اصل کې د لنډ وخت لپاره د مزدورۍ په نیت ورځي، خو د کانونو خطر دومره زیات دی چي ځینې یې بېرته خپلو کورونو ته ژوندي نه ستنېږي.
عابد یار دعوه کوي چې په ډېرو کانونو کې د هوا رسولو مناسب سیستمونه، د مېتان ګاز د معلومولو وسایل، د ژغورنې سامان، مسلکي روزنه او د کارګرو لپاره لازم حفاظتي وسایل نشته. د هغه په وینا، کارګرانو ته روغتیايي اسانتیاوې، بیمه او د پېښو پر مهال د تاوان روښانه نظام هم نه دی برابر شوی.
چارواکي د مېتان ګاز چاودنه د پېښې احتمالي علت بولي، خو د کان کېندونکو د ټولنې مشران د کان د ادارې بې غوري او د خوندیتوب د اصولو نه پلي کېدل د پېښې له مهمو لاملونو ګڼي. د پېښې د مسوولیت وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې او دا به د رسمي پلټنې له پایلو وروسته څرګنده شي.
د بلوچستان حکومت د پېښې د لاملونو او احتمالي بې غورۍ د معلومولو لپاره د اعلا وزیر د تفتیش ډلې ته د پلټنې دنده سپارلې ده. حکومت ویلي دي چي د پلټنې راپور به په دوو اوونیو کې وړاندې کېږي. د کانونو ادارې څلور کانونه هم مهر کړي دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت د هر وژل شوي کان کېندونکي د کورنۍ لپاره د لسو لکو روپیو د مالي مرستې اعلان کړی او د بې طرفه پلټنې ډاډ یې ورکړی دی. خو د شانګلې کورنۍ وايي، چې مالي مرسته د خپلو عزیزانو ځای نه شي نیولی؛ دوي د مسوولینو پر ضد د قانوني اقدام او په کانونو کې د خوندیتوب د اصولو د عملي پلي کېدو غوښتنه کوي.
د ابو سفیان د ۸۶۵ نمرو پایله د هغه د وړتیا ثبوت دی، خو دا چې هغه د خپلې بریا له لیدلو مخکې د کان په تیاره کې مړ شو، د یو شخصي غم تر څنګ د یوې لویې ټولنیزې ستونزې پوښتنه هم راپورته کوي: ولې یو زده کوونکی د کتابونو له منځه داسې کار ته ځي چې د ژوند هېڅ ضمانت نه لري؟
د ابو سفیان او د میا کلي د نورو ځوانانو کیسه یوازې د یوې کان کېندنې د پېښې کیسه نه ده؛ دا د بې وزلۍ، بې روزګارۍ، د دولتي څارنې د کمزورۍ او د کارګرانو د ژوند د ارزښت نه پېژندلو هغه ترخه انځور دی چې هر کال د پاکستان د سکرو کانونو له تیارو څخه را وځي.


عرفان حسین علي