د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي د جمعې په شپه اسلام اباد ته په یو مهم سفر رارسېدلی دی، چرته چې هغه به د پاکستان د سیاسي او پوځي مشرتابه سره د امریکا او ایران ترمنځ د روانو تاو تریخوالو په کمولو خبرې اترې کوي.
د پاکستان خارجه دفتر ویلي دي چې د ایران خارجه وزیر د مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار او د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر لخوا تود هرکلی وشو، چې دا د دې سفر اهمیت ښيي.
عباس عراقچي د تهران نه د روانېدو په وخت ویلي وو چې د هغه د دې سفر مقصد د خپلو ګاونډي هیوادونو سره په سیمه ایزو معاملو مشوره کول دي او ایران د خپلو ګاونډیانو سره تعلقاتو ته ډېر اهمیت ورکوي.
د امریکا او ایران ترمنځ د پاکستان منځګړیتوب
د سرچینو وینا ده چې عباس عراقچي د هغو وړاندیزونو رسمي ځواب راوړی دی کوم چې تېره اوونۍ فیلډ مارشل عاصم منیر د خپل تهران د سفر په دوران کې د واشنګټن لخوا ایراني چارواکو ته رسولي وو.
پاکستان د ډېر وخت نه د دواړو هیوادونو ترمنځ د یو مهم منځګړي په توګه رول لوبوي ترڅو په سیمه کې د یوې نوې جګړې مخه ونیول شي او د ډیپلوماسۍ لاره خلاصه پاتې شي.
اګر چې دواړه خواوې د خبرو اترو اراده لري، خو تهران دا خبره سپینه کړې ده چې ترڅو پورې د امریکا لخوا، په ایراني بندرونو، لګولی شوی سمندري بندېز ختم نه شي، تر هغې به نېغ په نېغه خبرې اترې یو ګران کار وي.
د سپینې ماڼۍ استازي او په اسلام اباد کې د خبرو اترو دویم پړاو
بل خوا سپیني ماڼۍ تایید کړې ده چې د امریکا خاص استازي سټیو ویټکوف او جیرډ کوشنر به هم ډېر زر اسلام اباد ته سفر وکړي ترڅو د پاکستان په کوربه توب په دغو مذاکراتو کې برخه واخلي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي دي چې ایراني لوري د دې ملاقات غوښتنه کړې وه، ځکه صدر ټرمپ د خپلو استازو لېږلو پرېکړه وکړه، خو د نایب صدر جی ډي وانس سفر په دې پورې تړلی دی چې په خبرو کې څومره پرمختګ کېږي.
تر اوسه دا پخه نه ده چې ایا د دواړو هیوادونو د استازو ترمنځ به مخامخ ملاقات کېږي او که نه، ځکه چې ایران تر دباو لاندې مذاکراتو ته تیار نه دی او په خپلو شرطونو کلک ولاړ دی.
په سیمه کې د امن هڅې او نړیوال غبرګون
د روس خارجه وزیر سرګي لاوروف هم د پاکستان د دې هڅو ستاینه کړې ده او ویلي یې دي چې اسلام اباد د ایران او امریکا ترمنځ د فاصلو په کمولو کې رغنده رول لوبوي.
عباس عراقچي به د پاکستان نه وروسته عمان او روس ته هم سفر کوي ترڅو هغوي هم په اوسني صورتحال خبر کړي او د نړیوالې ټولنې ملاتړ ترلاسه کړي.
دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ یو نااعلان شوې جنګ بندي روانه ده، خو د اټومي پروګرام او بندیزونو په څېر غټې ستونزي لا هم حل کېدو ته اړتیا لري چې له امله یې په سیمه کې د غیر یقیني صورتحال سیوری خپور دی.

شال نیوز