هنګو : د خیبر پښتونخوا په هنګو ضلعه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال شپږ وسله ‌وال وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي. په نښته کې د ایف سي ټل سکاوټس لایټ کمانډو کیپټن ،حمزه، هم وژل شوی دی.

 

د امنیتي سرچینو په وینا، عملیات ،د اګست په ۷مه، د هنګو د شینکۍ بانډې په دلن سیمه کې ترسره شوي دي. سرچینې وايي، چې د بې‌ پیلوټه الوتکې له لارې د وسله‌ والو ځای په نښه شو او وروسته د امنیتي ځواکونو او وسله‌ والو ترمنځ سخته نښته وشوه.

 

امنیتي سرچینې دعوه کوي چې وژل شوي وسله‌ وال د حافظ ګل بهادر ډلې اړوند وو. په نښته کې د ایف سي دوه سرتېري هم لږ ژوبل شوي چې د درملنې لپاره د ټل پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.

 

چارواکي وايي، چې په سیمه کې د پاتې وسله‌ والو د موندلو او د سیمې د پاکولو عملیات لا هم روان دي. د نښتی پخلی د پاکستان تحریک طالبان (ټي ټي پي) ډلې کړی دی او په نښته کې یې د کیپټن حمزه د وژنې زمه واري منلې ده، خو یادې ډلې د وژل شویو وسله والو د پولیس د دعوې په اړه کوم غبرګون ندی ښودلی.