حکومت یو ځل بیا د پټرولو او ډیزلو بیې زیاتې کړې دي. د تازه اعلان له مخې، د پټرولو او ډيزلو په یو لیټر کې، یو شان، ۲۶ روپۍ او ۷۷ پېسې زیاتوالی راغلی دی.

 

د پټرولیم ډویژن په اعلامیه کې ویل شوي دي چې د پټرولو نوې بیه ۳۹۳ روپۍ او ۳۵ پېسې ته رسېدلې ده، او د ډیزلو بیه ۳۸۰ روپۍ او ۱۹ پېسو ته لوړه شوې ده.


چارواکو ویلي دي چې دا نوې بیې د اپرېل له ۲۵مې نېټې څخه عملي شوي او د یوې اوونۍ لپاره به نافذ وي.


بلخوا، د پټرولیم وفاقي وزیر ویلي دي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي له امله په نړیوال بازار کې د تېلو بیې لوړې شوې دي. د هغه په وینا، د نړیوالو بیو د زیاتوالي او له بهرنیو هېوادونو سره د تړونونو له کبله حکومت مجبور دی چې دا زیاتوالی پر ولس واچوي.