د شانګلې نه د شال نیوز خبریال ،عرفان حسین علي، د خبر مطابق د رېسکيو ۱۱۲۲ ویاند رسول خان شریف وایي، چې په شانګله کې د اپرېل په ۲۴مه يوه ټرافیکي پېښه رامنځته شوه چې پکې ۱۱ کسان ژوبل شوي دي.

 

د ویاند په وینا، دا پېښه د بشام د مېره په سړک هغه وخت رامنځته شوه چې یو موټر کار او کیري ډبه سره وجنګېدل. د هغه په خبره، د اطلاع سره سم رېسکيو ټیمونه او امبولانسونه ځای ته ورسېدل، ټپیانو ته یې پر موقع لومړنۍ مرستې ورکړې او بیا یې د مېره بي اېچ يو ته منتقل کړل. 

 

هغه زیاتوي چې اتہ کسان په سخت ژوبل حالت کې د ایبټ اباد پوځي روغتون ته رسول شوي دي.

 

د رېسکيو چارواکي وایي، په کیري ډبه کې ناست کسان د کشمیر سره تعلق لري، او د موټر د سپرلیو تعلق د شانګلې د بشام کوړمنګ سیمي سره دی.

 

بلې خوا ته، د باجوړ پولیس چارواکو د شال نیوز خبریال ،حسبان الله باجوړي، ته ویلي، چې په همدې ورځ نامعلومو وسله والو پر هغو ګاډو ډزې کړې دي، چې د پوځ د ۱۷۷ وینګ پوستو ته د خوراکي او غیر خوراکي موادو د رسولو نه پس بېرته په لار وو.

 

ډي اېس پي نیاز خان شال نیوز ته ویلي دي چې لومړی پر ګاډو ډزې وشوې او د ځايي سرچینو تر مخه وروسته ورته اور هم واچول شو.

 

پولیس وایي، په دې پېښه کې ژوبل شوي ډرېوران شهاب الدین د خار یوسف آباد او عظیم الله د ناوګۍ اوسېدونکي دي. چارواکي وایي، د پېښې پلټنې روانې دي او تر اوسه چا د برید ذمه واري نه ده منلي۔