پېښور / سوات : د خیبر پښتونخوا د کور جوړونې صوبايي وزیر ،امجد علي، د اګست په ۶مه، د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته ویلي دي، چې د سوات په کبل کې د اګست په ۲مه د شوي ځانمرګي برید مشوک بریدګر له دې مخکې په یوه مقدمه کې نیول شوی و، خو وروسته افغانستان ته تللی و.

 

امجد علي د مشکوک بریدګر د پخوانۍ مقدمې، د هغه د نیولو د مودې او افغانستان ته د تلو په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی. د وزیر د دې دعوې خپلواک تایید هم تر اوسه نه دی شوی.

 

د اګست پر دویمه چاودنه د کبل پولیس تاڼې ته نژدې هغه مهال وشوه، چې د سیمې خلک د ناامنۍ او ترهګرۍ پر ضد په احتجاجي غونډه کې راټول شوي وو. د پولیسو په وینا، بریدګر د تاڼې د دروازې له لارې د ننوتلو هڅه کوله. پولیسو د هغه د درولو او تلاشي کولو هڅه وکړه، خو نوموړي خپل چاودېدونکي مواد وچول.

 

د وروستیو رسمي معلوماتو له مخې، په پېښه کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۳۴ نور ژوبل شوي دي. د وژل شویو کسانو په ډله کې اووه پولیس او لس ملکي کسان شامل دي. د درې ټپیانو له مړینې وروسته د وژل شویو شمېر له لومړنیو ۱۴ څخه ۱۷ ته لوړ شو.

 

د سیمه ‌ییزو پولیسو د یو چارواکي په وینا، یو له وژل شویو کسانو څخه د ځانمرګي بریدګر په توګه پېژندل شوی، چې نوم یې فدا حسین ښودل شوی دی.

 

تحریک طالبان پاکستان د برید ذمه واري منلې ده، خو د دې ډلې دعوه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې. تر اوسه دا هم نه ده روښانه شوې چې د احتجاجي غونډې ګډونوال د برید اصلي هدف وو، که بریدګر د پولیس تاڼې د دروازې په لور د ننوتلو هڅه کوله.

 

د اسمبلۍ غړو پوښتنه کړې ده چې که د افغانستان پوله تړل شوې وي، نو وسله وال کسان او پرمختللې وسلې څنګه خیبر پښتونخوا ته رادننه کېږي. د حکومت له خوا د دغې پوښتنې په اړه تر اوسه بشپړ او تفصیلي ځواب نه دی وړاندې شوی.

 

د پاکستان حکومت له ډېر وخت راهیسې دعوه کوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي؛ خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي.

 

د کبل د برید په تړاو د وزیر دعوه او د شکمن بریدګر د افغانستان ته د تلو موضوع به د رسمي تحقیقاتو تر بشپړېدو وروسته لا روښانه شي. د سوات پولیسو ویلي دي چې د برید د احتمالي همکارانو د پېژندلو او نیولو لپاره عملیات روان دي.

 

د برید وروسته په کبل کې بازارونه تړل شوي وو، او د سوات قامي جرګې، سوداګرو، وکیلانو او ځوانانو د امن د ټینګښت او د وسله والو پر ضد د کوټلو اقدام په غوښتنه د اګست پر ۷مه په مینګوره کې د احتجاج اعلان کړی دی.