کوټه : د بلوچستان د کورنیو چارو صوبايي وزیر ،میر ضیا الله لانګو، ویلي دي چې حکومت د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړې او د هغوي جائزې غوښتنې به په لومړیتوب کې عملي شي.
نوموړي ،د اګست په ۶مه، په کوټه کې د بلوچستان د انجمن تاجران له مشرانو سره ګډه خبري غونډه کې وویل، چې سوداګر د ټولنې مهمه برخه ده او د هغوي د ستونزو حل د حکومت ذمه واري ده. هغه زیاته کړه چې سوله ییز احتجاج د هر وګړي ائيني حق دی، خو سوداګر دې له احتجاج وروسته د حکومت سره د خبرو مېز ته کښېني.
میر ضیا الله لانګو وویل، چې په ځانګړې کمېټه کې به د کوټې مرستیال کمېشنر او ایډمنسټرېټر هم شامل وي او د سوداګرو د ستونزو د هواري لپاره به جدي اقدامات کېږي.
په دې مهال د بلوچستان رجسټرډ انجمن تاجران مشر عبدالرحیم اغا وویل، چې حکومت د ۹۸۶ دوکاندارانو او حلیم پلازې اړوند د ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی. هغه وویل، چې له همدې امله د سوداګرو احتجاج ځنډول کېږي او هیله ده چې حکومت پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر د امن و امان په اړه وویل، چې د بلوچستان ولس دې نه ګمراه کېږي، ځکه پر ټولنیزو رسنیو جعلي خبرونه هم خپرېږي. د هغه په وینا، په بلوچستان کې د بدامنۍ تر شا د هېواد دښمنه عناصر لاس لري او ترهګر د هر فرصت څخه د ګټې اخیستو هڅه کوي.
هغه وویل، چې د قامي لویو لارو ساتنه د حکومت لومړیتوب دی او چرته چې اړتیا پېښه شي، هلته به ګرځبندیز ولګول شي او یا به عملیات ترسره شي. نوموړي زیاته کړه چې د اسما جتک د پلار د وژنې په قضیه کې د ککړو کسانو د نیولو لپاره په بېلابېلو سیمو کې چاپې روانې دي او امنیتي ادارې خپل عملیات جاري ساتي.


نعيم اچکزئي