د جماعت اسلامي د ښځو څانګې په پېښور کې د پټرولیم محصولاتو د بیو او لیوي ټېکس د زیاتوالي پر ضد احتجاجي لاریون وکړ. مظاهره‌چیانو پر حکومت د اقتصادي فشارونو د زیاتولو تور ولګاوه او د تېلو د بیو د کمولو غوښتنه یې وکړه. ګوند همدارنګه اعلان وکړ چې د اګست په ۷مه به په ټول هېواد کې د احتجاج ورځ ولمانځل شي.
ويډيو : بي ارشد