د ریسکیو ۱۱۲۲ بنو او پولیسو چارواکي وایي چې د ډي آی خان پر سړک، د میراخېل تاڼې سره نږدې، د ډاټسن ګاډي، چنګچي رکشې او موټر سایکل ترمنځ په ټکر کې د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه شوي او څو نور ژوبل شوي دي.
ریسکیو ۱۱۲۲ وایي، دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې درې واړه سورلۍ یو له بل سره وجنګېدې. د ادارې په وینا، د پېښې له خبر وروسته یې طبي ډلې سمدستي ځای ته ورسېدې، ژوبلو ته یې لومړنۍ طبي مرسته ورکړه او وروسته یې د بنو ضلعي روغتون ته ولېږدول.
د چارواکو په وینا، په مړو کسانو کې شاه زیب د نصیب ګل زوې، د هغه مېرمن، سهانه نومې ماشومه او جلوه نومې ماشومه شامل دي.
پولیس زیاتوي چې په ژوبلو کې ګل شهباز خان د میر قباس خان زوې، شاه فیصل د ګل شهباز خان زوې، د میر قد آیاز مېرمن، او میر قد آیاز د ګل ریاض زوې شامل دي، چې ټول د میراخېل اوسېدونکي دي.
د پولیسو په وینا، لومړني اټکلونه ښيي چې پېښه کېدای شي د تېز رفتارۍ او بې احتیاطۍ له امله شوې وي، خو وروستی علت به د پلټنو له بشپړېدو وروسته روښانه شي.
د پېښې وروسته په سیمه کې د خواشینۍ فضا خپره شوې او ځايي خلکو د ټرافیکي قوانینو د سخت عملي کېدو او پر سړکونو د حفاظتي اقداماتو د زیاتولو غوښتنه کړې ده.

صفدر داوړ