سوات : د خیبر پښتونخوا په سوات ضلعه کې د ځمکې لاندې د اوبو کچه ورځ تر بلې راټیټېږي او د دې له امله په ګڼو سیمو کې هغه کوهيان وچ شوي دي چې پخوا به ترې په اسانه اوبه ترلاسه کېدې. اوس ځايي اوسېدونکو د دې ستونزې د حل لپاره د باراني اوبو د خوندي کولو نوې لاره خپله کړې ده.
د سیمې خلک د باراني اوبو د جذب کوهيان جوړوي، څو د باران اوبه د ضایع کېدو پر ځای بېرته ځمکې ته جذب او د ځمکې لاندې د اوبو زېرمې ورسره پیاوړې شي.
فیاض خان، چې په دې برخه کې کار کوي، د اګست په ۶مه، شال نیوز ته وویل چې تر دې دمه یې درې د جذب کوهيان او شپږ واړه تالابونه جوړ کړي دي. د هغه په خبره، که څه هم د دې کار پېل اسانه نه دی، خو پایلې یې د راتلونکو کلونو لپاره ګټورې دي.
د شین سوات سازمان مشر قاري محمد اسحاق هم وایي، چې د خپل کور ترڅنګ یې په شخصي لګښت د باراني اوبو د جذب یو کوهی جوړ کړی دی. د هغه په وینا، د دغه کوهي په جوړولو شاوخوا لس تر دولسو زرو روپیو پورې لګښت راغلی، خو دا لګښت د راتلونکي لپاره یوه پانګونه ده.
ځايي اوسېدونکي وایي، چې د باران ډېره برخه اوبه د نالیو او ویالو له لارې ضایع کېږي. دوي باور لري، چې که د کورونو د چتونو او انګړونو اوبه د جذب کوهيانو ته واړول شي، د ځمکې لاندې د اوبو د کمېدو بهیر به ورو شي.
چاپېریالي پوهان هم د باراني اوبو خوندي کول د اوبو د کمښت پر وړاندې یوه اغېزمنه او ارزانه لاره بولي. د دوي په خبره، که د باران هر څاڅکی خوندي شي، نه یوازې د ځمکې لاندې د اوبو کچه لوړېدی شي، بلکې د راتلونکو کلونو د اوبو د بحران په مخنیوي کې هم مرسته کولی شي.


عصمت علي اخون