د باجوړ په خار تحصیل کې ،د اپرېل په ۲۴مه، د پولیسو پر ګاډي او ورپسې پر ایمبولینس د ډزو په پېښه کې د پنځو پولیسو سرتېرو په ګډون نهه کسان ژوبل شوي دي.
د خار تاڼې اېس اېچ او ګل زاده ویلي، چې پېښه د خار تحصیل د رشکۍ په سیمه کې شوې، چرته چې نامعلومو کسانو د پولیسو پر ګاډي ډزې وکړې. د ده په وینا، په دې برید کې پنځه پولیس سرتیري او نور کسان ټپیان شول.
د چارواکو په خبره، کله چې د ژوبلو د لېږد لپاره د ریسکیو ۱۱۲۲ ایمبولینس سیمي ته ورسېده، نو پرې هم ډزې وشوې، چې له امله یې د ایمبولینس چلوونکی او درې عام وګړي نور ژوبل شول.
د باجوړ د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکي امجد خان ویلي، چې ټول ټپیان روغتون ته رسول شوي او درملنه یې روانه ده.
پولیس وایي، د پېښې وروسته یې سیمه کلابنده کړې او د لټون عملیات روان دي، خو تر اوسه د برید ذمه واري چا نه ده منلې.
د پېښې وروسته د رشکۍ او شاوخوا سیمو کې د وېرې فضا خپره شوې ده، او ځايي خلک د امنیت په اړه اندېښنې څرګندوي.

حسبان الله باجوړې