مردان : د خیبر پښتونخوا تمباکو کروندګرو له حکومته غوښتي دي چې د یوریا سرې پر اخیستو او خرڅلاو بندیز دې سمدستي لرې کړي او تمباکو شرکتونه دې د کروندګرو ټول تیار تمباکو په مناسب نرخ واخلي.

 

دا غوښتنه د کروندګرو بورډ مشرانو ،د اګست په ۶مه، د تخت بایي په پریس کلب کې په یوه خبري غونډه کې وکړه. دوي وویل چې د یوریا سرې پر دوکانونو چاپې وهل او د هغې پر خرڅلاو بندیز د کروندګرو ستونزې نورې هم زیاتوي.

 

دوي دعوه وکړه چې لوي تمباکو شرکتونه له کروندګرو سره ناروا چلند کوي، د تمباکو د نرخ ټاکلو په کمېټه کې د کروندګرو استازي نشته او د تمباکو د سیس پیسې هم د کروندګرو پر هوساینې نه لګېږي.

 

د کروندګرو مشرانو اعلان وکړ چې د جماعت اسلامي د مرکزي امیر په بلنه به د اګست پر اوومه د پټرولیم لېوي پر ضد په احتجاج کې پراخ ګډون کوي.