د بلوچستان په چمن کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او تحریک انصاف له خوا احتجاجي لاریون شوی دی. په لاریون کې د دواړو ګوندونو مشرانو، کارکوونکو او د سیمې ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی و. ګډونوالو د اساسي قانون د بالادستۍ، عوامي حقونو، سیاسي ثبات او د عمران خان د خوشې کېدو په حق کې شعارونه ورکول. ویناوالو وویل، د خلکو د اساسي او جمهوري حقونو لپاره به خپله سوله‌ییزه سیاسي مبارزه روانه ساتي.