کندز / بدخشان : د افغانستان د ازادۍ جبهې ،د اګست په ۶مه، دعوه کړې ده چې ځواکونو یې د کندز پر هوايي ډګر راکټونه توغولي دي. جبهې د برید کره وخت، د اوښتو زیانونو او احتمالي مرګ ژوبلې په اړه جزییات نه دي ورکړي.
دا په تېرو اوو ورځو کې دویم ځل دی چې یاده جبهه د کندز پر هوايي ډګر د برید دعوه کوي. جبهې تر دې مخکې، د زمري په نهمه، ویلي وو چې د طالبانو چورلکې یې په نښه کړې دي. د دې جبهې په وینا، تر هغه وړاندې په هوايي ډګر کې د طالبانو د ځواکونو راټولېدنه د برید هدف ګرځېدلې وه؛ دغه ځواکونه ټاکل شوې وه د چورلکو له لارې بدخشان ته ولېږدول شي.
بل لوري ته، د بدخشان د زیباک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د طالبانو او د ازادۍ جبهې د ځواکونو ترمنځ څو ساعته نښته شوې ده. د ازادۍ جبهې ویاند ،داوود ناجي، ویلي دي چې طالبانو د دوي پر مورچلو برید کړی او نښته شاوخوا څلور ساعته روانه وه. نوموړي دعوه کړې چې د جبهې ځواکونو طالبانو ته په دې نښته کې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو تر اوسه د دغو دعوو او د بدخشان د نښتې په اړه څه نه دي ویلي. د دواړو لورو دعوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.


شال نیوز