د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې اعلان کړی دی چې د اپرېل پر ۲۵مه به په ټوله ضلع کې د امنیتي ځواکونو تګ راتګ وي او له خلکو غوښتل شوي چې خپل ورځني کارونه محدود کړي او له ادارو سره همکاري وکړي.

 

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي دي چې د شپې له لسو بجو تر سهاره پورې د تګ راتګ بندیز پر ځای پاتې دی.

 

ځايي اوسېدونکي وايي چې دا ډول اعلانونه له تېرو څو کلونو راهیسي دوام لري او د دوي پر ورځني ژوند یې اغېز کړی دی. د میرام شاه یو اوسېدونکي شال نیوز ته وویل چې “موږ هر څو ورځې وروسته له ورته حالاتو سره مخ کېږو، بازارونه زر تړل کېږي او د خلکو تګ راتګ محدودېږي.”

 

چارواکي بیا وايي چې دا ګامونه د امنیت د ټینګښت لپاره اړین دي. د ضلعي انتظامیې یو چارواکي، د نوم نه ښودلو په شرط شال نیوز ته  وویل، چې “په سیمه کې د امنیتي ځواکونو تګ راتګ د عملیاتو برخه وي او دا اقدامات د خلکو د خوندیتوب لپاره کېږي.”

 

شمالي وزیرستان، چې پخوا د قبایلي سیمو (فاټا) برخه وو، له کلونو راهیسي د ناامنۍ او پوځي عملیاتو شاهد پاتې شوی دی. پخوا په دې سیمو کې د جرګو او قبایلي جوړښتونو له لارې د امنیت ساتنه کېده، خو اوس ډېرې پرېکړې د ملکي او امنیتي ادارو له خوا کېږي.

 

ځینې شنونکي وايي چې د پخواني قبایلي نظام له کمزوري کېدو وروسته، د خلکو او ریاست ترمنځ د باور تشه رامنځته شوې ده. د دوي په وینا، که څه هم امنیتي ګواښونه لا هم موجود دي، خو د خلکو ګډون او باور د اوږدمهاله ثبات لپاره مهم ګڼل کېږي.

 

د امنیتي محدودیتونو دوام دا پوښتنه راپورته کوي چې آیا یوازې پوځي او اداري اقدامات کولای شي امنیت ټینګ کړي، که د ولسي باور بیا رغونه هم ورته اړتیا ده.