په خيبرپښتونخوا کې د بارانونو له امله د کورونو چتونه او دیوالونه راپريوتو مختلفو پيښو کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۷۷ نور ټپیان شوي دي. خيبرپښتونخوا کې د نظم اداري پي ډي ايم اې د اپرېل په ۲ مه راپور خپور کړې چي ترمخه ئي په وژل شوو کې ۱۸ ماشومان، ۲ نارینه او ۵ ښځې شاملې دي، او په ټپیانو کې ۳۳ نارینه، ۹ ښځې او ۳۵ ماشومان شامل دي.
د راپور له مخې تر اوسه ټولټال ۸۸ کورونو ته زیان اوښتی۔ دا پېښې د صوبې په بېلابېلو ضلعو بنو، ایبټ آباد، کوهاټ، پېښور، نوشهره، باجوړ، لکي مروت، کرم، هنګو، شانګله، بونیر، ملاکنډ، دیر اپر، بټګرام، شمالي وزیرستان او ټانک کې رامنځته شوې دي۔
له پي ډي اېم اې لخوا د تر ټولو زیات اغېزمن شوي ضلعي بنو انتظامي چارواکو ته هم سپارښتنه شوې چې د وژل شویو کسانو کورنیو ته زر تر زره مالي مرسته ورسوي.
په صوبه کې د بارانونو لړۍ لا هم په وقفو کې روانه ده، او دا نوې لړۍ به د اپرېل له ۱مې تر ۴مې پورې دوام لري۔
له عامو خلکو غوښتنه شوې چې بې ضرورته سفر ونه کړي، حساسو سیاحتي سیمو ته لاړ نه شي، او د حکومتي ادارو له خوا خپرو شویو خبرداریو او سپارښتنو ته پاملرنه وکړي.

شال نیوز