ثنا : د یمن د حوثي ډلې د وسله والو ځواکونو ویاند ،یحیی سریع، د اګست په ۵مه، دعوه کړې ده چې د سعودي د تېلو وړونکې «وفا» بېړۍ یې د سره سمندرګي په شمالي برخه کې، د سعودي د ینبع بندر ته څېرمه، په څو بالستیک توغندیو ویشتلې ده.
د نوموړي په وینا، دا برید د سعودي پر بېړیو د اعلان شوي سمندري بندیز د پلي کولو په لړ کې شوی دی. حوثیانو ویلي، تر هغې چې پر یمن لګېدلې محاصره ختمه نه شي، د سعودي هېڅ بېړۍ ته به د سره سمندرګي له سویل او که له شماله، د تېرېدو اجازه ورنه کړي.
د حوثیانو ویاند دا اقدام د «محاصرې په بدل کې محاصره» د تګلارې برخه بللې ده. د بېړۍ د زیان کچه او د عملې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.
سعودي چارواکو هم د دې دعوې په اړه رسمي څرګندونه نه ده کړې. د رویټرز او اسوشیټېډ پرېس د تازه راپورونو له مخې، حوثیانو د «وفا» بېړۍ د ویشتلو دعوه کړې، خو د خپلې دهوې لپاره یې کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.


شال نیوز