د باجوړ پولیس وايي چې په سیمه کې د اپیمو د ولاړ فصل پر ضد عملیات روان دي او د اپرېل پر ۲۴مه یې یو ځل بیا په پراخه کچه دغه ناقانونه فصل له منځه وړی دی۔

 

د پولیسو په وینا، د سالارزئ تاڼې پولیسو د ضلعي انتظامیې او ځايي مشرانو په ملتیا د برسدین په سیمه کې کاروايي کړې ده، چې پکې د اپیمو ولاړ فصل اړول شوی دی۔ 

 

چارواکي وايي، د عملیاتو پر مهال د سیمي جاج واخیستل شو او د دې ډول کر کیلې د ختمولو لپاره ګامونه پورته کړل شول۔

 

له سیمي ترلاسه شويو ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري چې لسګونه ځايي مشران د پولیسو له اهلکارو سره یو ځای د لرګیو په وسیله د اپیمو پر ولاړو بوټو ګوزارونه کوي او ګلان او بوټي ماتوي، څو دغه فصل له منځه یوسي۔ دا طریقه د فصل د ژر له منځه وړلو یوه لاره بلل کېږي، ۔

 

د باجوړ د پولیسو ضلعي مشر محمد خالد خان ویلي، په ټوله سیمه کې د نشه يي موادو پر ضد “صفر برداشت” تګلاره عملي کېږي۔ د هغه په وینا، د ځوانانو د ساتنې لپاره دا ډول اقدامات ضروري دي او په دې لړ کې به له هېچا سره نرمي ونه شي۔

 

تر اوسه دا نه ده روښانه چې کروندګرو ته د دې فصل د تلف کولو په بدل کې تاوان ورکول کېږي که نه، خو پولیس وايي چې په دې کاروبار کې د ښکېلو کسانو پر ضد به قانوني ګامونه پورته کېږي، خو نور جزیات یې نه دي شریک کړي۔

 

شنونکي وايي، که څه هم دا ډول عملیات د قانون د پلي کېدو برخه ده، خو د ستونزې د دوامداره حل لپاره باید کروندګرو ته بدیل فصلونه او اقتصادي اسانتیاوې هم برابرې شي، ځکه چې یوازې د زور له لارې دا ستونزه نه ختمېږي۔