پېښور : د خیبر پښتونخوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم ای) ویلي دي چې ،د جولایۍ له ۲۹مې، راهیسې په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو او ناڅاپي سيلابونو له امله د کورونو د چتونو او دېوالونو د نړېدو په پېښو کې ۶ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي۔ 

 

د ادارې له خوا ،د اګست په ۵مه، خپاره شوي معلوماتو له مخې، په مړو شویو کسانو کې ۲ ښځې او ۴ ماشومان شامل دي، په داسې حال کې چې په ټپیانو کې هم ۲ ښځې او ۴ ماشومان شامل دي۔

 

اداري زیاته کړې ده، چې د یادې مودې په ترڅ کې د بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله ټولټال ۶۵ کورونو ته زیان اوښتی، چې له دې ډلې ۴۱ کورونه جزوي زیانمن شوي او ۲۴ کورونه په بشپړ ډول نړېدلي دي۔

 

د ادارې په وینا، دغه پېښې د ایبټ اباد، سوات، بونیر، خیبر، کوز چترال، کوز دیر، مانسهرې، مردان، پېښور، شانګلې، صوابۍ، بر دیر او بر کوهستان په بېلابېلو سیمو کې رامنځته شوې دي۔

 

پي ډي اېم ای ویلي دي چې د ریسکیو ۱۱۲۲، ضلعي ادارو او اړوندو ادارو د مرستې او بیړني غبرګون چارې روانې دي، او اغېزمنو سیمو ته د مرستو رسولو لپاره اړین اقدامات ترسره کېږي۔