په پاکستان کې زرګونه افغان کډوال، چې له تېرو څو لسیزو راهیسي دلته اوسېدلي او په بنو، وزیرستان، ډومېل، لکي مروت او پېښور کې لوی شوي دي، اوس د چمن پولې له لارې بېرته افغانستان ته ستنېږي. ډېر یې وايي چې هغه هېواد ته روان دي چې دوي یې نه پېژني.
د شال نیوز خبریال نعیم اڅکزي په چمن کې د افغان کډوالو د ساتنې مرکز ته ورغلی او له هغو کورنیو سره یې خبرې کړې دي چې د نامعلوم راتلونکي پر لور روانې دي۔

نعيم اچکزئي