کوز چترال : د خیبر پښتونخوا ریسکیو ۱۱۲۲ وایي، چې د سختو بارانونو له امله د کوز چترال په بروز، ګریت او نورو سیمو کې د راغلو ناڅاپي سېلابونو وروسته د ژغورنې او بیا رغونې چارې روانې دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ ،د اګست په ۴مه، په خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې د ضلعي بیړنیو چارو افسر ،ساجد علي یوسفزي، تر څارنې لاندې د ریسکیو ډلې د اګست له ۳مې راهیسې په اغېزمنو سیمو کې پرله‌ پسې کار کوي.

 

د خبرپاڼې له مخې، ریسکیو کارکوونکو په بروز کې موقتي پل جوړ کړی، چې تر دې دمه یې له دوه زرو ډېر کسانو ته د خوندي تګ راتګ اسانتیا برابره کړې ده. د ریسکیو ډلې په بروز کې له عمومي سړک څخه ملبه هم لرې کړې او لویه لار یې د موټرو د تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستې ده.

 

په ګریت کې بیا له اغېزمنو کورونو څخه د خلکو د قیمتي سامانونو د خوندي ځایونو ته د لېږد چارې روانې دي. د موسمي بارانونو اوسني حالت ته په کتو، د ریسکیو ۱۱۲۲ عمومي مشر شاه فهد په لارښوونه له پېښوره نورې مرستندویه ډلې هم کوز چترال ته استول شوې دي. د پېښور، مردان، چارسدې او بر دیر د ریسکیو ډلې هم په امدادي چارو کې برخه اخلي.

 

په دغو ډلو کې د بېړنیو طبي مرستو تخنیکران، د ناورینونو ژغورونکي او غوطه‌ وهونکي شامل دي، او اضافي امبولانسونه او د ژغورنې ګاډي هم کوز چترال ته رسېدلي دي.

 

د کوز چترال د ریسکیو ۱۱۲۲ ضلعي افسر ساجد علي یوسفزي ویلي دي، چې اداره یې په بشپړ چمتووالي کې ده او د هر ډول بېړنۍ پېښې د مخنیوي لپاره ټول شته وسایل کاروي.

 

هغه له خلکو غوښتي دي چې د بارانونو په موسم کې له غیرضروري سفرونو ډډه وکړي، د باراني خوړونو او سیلابي اوبو له بهیرونو لرې پاتې شي او د هرې بېړنۍ پېښې پر مهال له ۱۱۲۲ شمېرې سره اړیکه ونیسي.