میرام شاه : د نیشنل سټوډنټس موومنټ مشرانو ،د اګست په ۴مه، د شمالي وزیرستان په میرام شاه پرېس کلب کې د ګډې خبري غونډې پر مهال د خپلو نیول شویو ملګرو د سمدستي خوشي کېدو یا عدالت ته د وړاندې کېدو غوښتنه کړې ده.

 

د دې غورځنګ مرکزي مشر ،نعمان خان وزیر، د لاهور څانګې مشر ،طاهر داوړ، او د هزارې پوهنتون عمومي منشي ،عبدالله داوړ، وویل چې د بنو پوهنتون د نیشنل سټوډنټس موومنټ پخوانی مشر ،کفایت الله داوړ، د میرام شاه کینټ د دروازې مخې ته نیول شوی دی.

 

دوي وویل، چې له دې مخکې عاصم ایپي هم د میرعلي په سیدګي پوسته کي نیول شوی و. د نیشنل سټوډنټس موومنټ مشرانو دعوه وکړه چې د خپلو ملګرو د نیول کېدو په اړه یې له ضلعي انتظامیې سره اړیکه نیولې، خو تر اوسه یې غوښتنې ته پام نه دی شوی.

 

دوي وویل، چې په شمالي وزیرستان کې د زرګونو کسانو شناختي کارډونه بند شوي دي او د بندو شناختي کارډونو لرونکي کسان پر هره پوسته نیول کېدی شي. د دوي په وینا، دا اقدام غیرقانوني او د اساسي قانون خلاف دی.

 

د غورځنګ مشرانو غوښتنه وکړه چې د بندو شناختي کارډونو په قضیو کې نیول شوي کسان دې سمدستي خوشي کړل شي، او که پر هغوي کوم تور وي، نو دې عدالت ته وړاندې کړل شي.

 

له خبري غونډې وروسته د نیشنل سټوډنټس موومنټ ګڼو کارکوونکو د میرام شاه پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه او د خپلو ملګرو د خوشي کېدو په ملاتړ یې شعارونه ورکړل.