پاړاچنار : د کربلا د شهیدانو د څلوېښتۍ په مناسبت ،د اګست په ۴مه، د کرمې په ۲۵۸ امام بارګاهونو کې ماتمي مجالس او جلوسونه ترسره شول، چې له ډلې یې ۱۰۹ جلوسونه د ضلعې په بېلابېلو سیمو کې راووتل.
د خېبر پښتونخوا تر ټولو لوی ماتمي جلوس د پاړاچنار له مرکزي امام بارګاه څخه راووت او له سختو امنیتي تدابیرو سره په امن سره پای ته ورسېد.
د جلوسونو د امنیت لپاره د افغان پولې څارنه سخته شوې وه، په پاړاچنار ښار کې د موټرو او موټرسایکلونو پر داخلېدو بندیز لګېدلی و او د ښار شاوخوا او د ضلعې په بېلابېلو سیمو کې اضافي امنیتي پوستې جوړې شوې وې.
د عزادارانو لپاره په ګڼو ځایونو کې سبیلونه او نیازونه برابر شوي وو، په داسې حال کې چې د زنځیر وهلو او نورو مراسمو پر مهال د ژوبلو شویو عزادارانو د درملنې لپاره طبي مرستندویه کېمپونه هم جوړ شوي وو.
د امنیتي اندېښنو له امله په کرمه کې د موبایل ټیلیفون او انټرنېټ خدمتونه هم بند پاتې وو، چې له امله یې خلکو د یو بل سره په اړیکو کې له سختو ستونزو سره مخ شول.


مصطفی خان