سوات : د کشمیر، ګلګت بلتستان او سرحدي چارو وفاقي وزیر ،انجینر امیر مقام، او د خیبر پښتونخوا ګورنر ،فیصل کریم کونډي، سوات ته سفر وکړ او د کبل په وروستي ځانمرګي برید کې د ټپیانو پوښتنه یې وکړه.
د اګست په ۴مه، وفاقي وزیر امیر مقام په روغتون کې له ټپیانو سره ولیدل، د هغوي د روغتیا پوښتنه یې وکړه او د زر روغېدو هیله یې څرګنده کړه.
هغه وویل، چې په هېواد کې د امن ټینګښت د حکومت لومړیتوب دی او د ترهګرۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره ټولې ادارې په ګډه کار کوي. د نوموړي په وینا، د ترهګرۍ پر ضد ټوله ولس یو موټی دی او د امن د ټینګښت لپاره به له هېڅ ډول قربانۍ ډډه ونه شي.
امیر مقام زیاته کړه، چې وفاقي حکومت به په سوات کې د تلپاتې امن، د ولس د هوساینې او پرمختیايي پروژو د بشپړېدو لپاره خپلې ټولې شته اسانتیاوې وکاروي.
بلخوا د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي هم سوات ته د خپل سفر پر مهال د برید له ټپي شویو پولیسو سره ولیدل او د وژل شوو لپاره یې دعا وکړه.
ګورنر رسنیو ته وویل، چې د خیبر پښتونخوا پولیس له کلونو راهیسې د ترهګرۍ پر ضد د لومړۍ کرښې جګړه کوي او د هغوي قربانۍ د ستاینې وړ دي. هغه زیاته کړه، حکومت د پولیسو ترڅنګ ولاړ دی او د هغوي ملاتړ ته ژمن دی.
فیصل کریم کونډي وویل، چې دا مني چې پولیس لا هم د عصري اړتیاوو مطابق په بشپړه توګه نه دي سمبال، خو په دې اړه یې د خیبر پښتونخوا له اعلا وزیر سره خبرې کړې دي او د وفاقي حکومت په همکارۍ به پولیسو ته د عصري وسلو او نورو اسانتیاوو د برابرولو لپاره عملي ګامونه پورته شي.
هغه وویل، چې ترهګر له پرمختللو وسلو او بهرني ملاتړ څخه ګټه اخلي، نو ځکه د پولیسو عصري تجهیز هم ضروري دی. د هغه په وینا، د صوبې حکومت، ولس او ټول امنیتي ادارې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د پولیسو ترڅنګ ولاړ دي.
ګورنر زیاته کړه، چې پاکستان تل نړۍ ته د سولې پیغام رسولی او وروستۍ سفارتي بریاوې یې ثبوت دی. د هغه په خبره، نړیواله ټولنه اوس پاکستان د داسې هېواد په توګه پېژني چې د ترهګرۍ پر ځای پر سوله، ثبات او خبرو اترو باور لري.


شال نیوز