د سوات کبل پولیس سټیشن په ځانمرګي برید کې ژوبل شوي پولیس او د هغوی د کورنیو غړو له شال نیوز سره خپلې ځانګړې خبرې شریکې کړې دي. په دې ځانګړې مرکه کې ژوبل پولیس د برید د ورځې حال، د ټپي کېدو شېبې او له برید وروسته د خپلو ستونزو په اړه خبرې کوي. د هغوی د کورنیو غړي هم د پېښې اغېزې او خپلې غوښتنې بیانوي.