د جمعې په ورځ امنیتي ځواکونو وویل چې د خېبر پښتونخوا په خېبر ضلع کې د استخباراتي معلوماتو په بنیاد په یو ګډ عملیات کې ۲۲ وسله وال وژل شوي دي.
د پوځ لخوا دا ادعا شوې ده چې دا کارروايي د اپریل په ۲۱مه نېټه په سیمه کې د هغو وسله والو د موجودګۍ په اړه د پټو معلوماتو په بنیاد شروع کړل شوې وه چې د ریاست مخالفت کوي.
د پوځ عامه اړيکو اداري وياند په وينا وسله والو د ګرفتارۍ نه بچ کيدو دپاره ناتاره ډزې وکړې چې له امله یې يو لس کلن ماشوم شهيد شوی دی.
تر دا مهاله کومې وسله والې ډلې د پوځ د دغه ادعا په اړه څه نه دي ویلي او نه هم د چا لخوا د دغو وژل شويو کسانو سره د تړاو پخلی شوی دی.
د وسلې نیول او په سیمه کې تالاشي
امنیتي ځواکونو دا ادعا هم کړې ده چې د وژل شويو وسله والو نه یې په غټه شمېره کې وسله او مرمۍ نیولي دي.
د پوځ په خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې دا وسله وال په سیمه کې په بېلابېلو بریدونو کې پوره ککړ وو او د ډېر وخت نه یې په خېبر ضلع کې امنیت خراب کړی وو.
پوځ وایي چې دا مهال په علاقه کې د نورو وسله والو د ختمولو لپاره د تالاشۍ عملیات روان دي ترڅو سیمه په پوره توګه پاکه کړل شي.
د پوځ د ویاند په وینا، د ملک د 'عزمِ استحکام' اراده به په پوره زور سره جاري وي ترڅو د بهر نه د تمویل شوو وسله والو جرړې له منځه یوسي.
د صدر او وزیراعظم لخوا د ځواکونو ستاینه
صدر آصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف دواړو د امنیتي ځواکونو دا عملیات ستایلي دي او په بریا یې ورته مبارکي ورکړې ده.
صدر زرداري د ۱۰ کلن ماشوم په شهادت باندې ډېر زیات خفګان ښکاره کړی او وایي چې وسله وال زموږ د امن کوششونه خرابول غواړي خو بریالي به نه شي.
وزیراعظم شهباز شریف وویل چې د بې ګناه ماشوم وژل د انسانیت پرضد یو لوي جرم دی او د دې پوره بدله به اخستل کېږي.
هغه دا کلکه ژمنه هم وکړه چې ترڅو پورې د ملک نه د ریاست مخالفه وسله وال په پوره توګه ختم نه شي، دا جنګ به په مېړانه سره جاري وي.
د راپورونو ترمخه په کال ۲۰۲۵ کې په پاکستان کې د بدامنۍ پېښې ۳۴ سلنه سېوا شوې وې چې پکې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان حالات د نورو ځایونو نه ډېر حساس پاتې شوي دي.

شال نیوز