د سوات په کبل کې د پرونۍ ځانمرګي چاودنې له امله د وژل شویو اوو پولیس سرتېرو د جنازې لمونځونه ادا شوي دي. د پنځو پولیس سرتېرو جنازې د سوات پولیس ټرېننګ سکول کې ادا شوې، په داسې حال کې چې کانسټیبل مکرم خان او کانسټیبل حسین خان، چې په چاودنه کې ژوبل شوي وو او وروسته په روغتون کې مړه شول، د کبل جاوېد اقبال پولیس لاین کې خاورو ته وسپارل شول.
ويډيو: بي ارشد
غږ: مجيد بابر