د سوات په کبل چوک کې د کبل پولیس تاڼې د مرکزي دروازې مخې ته په ځانمرګي برید کې ۱۴ کسان وژل شوي دي. چارواکي وايي، په وژل شویو کې پولیس سرتېري او ولسي وګړي شامل دي. بریدګر غوښتل د پولیسو کمپاونډ ته ننوځي، خو د پولیسو سرتېرو یې مخه ونیوله. چاودنه د اولسي پاڅون د امن احتجاج پر مهال شوې ده. پولیسو سیمه کلابنده کړې او پلټنې روانې دي.


مجید بابر