پېښور : د پېښور تعلیمي بورډ د ۲۰۲۶م کال د میټرک د کلنیو ازموینو پایلې اعلان کړې او ورسره یې د ساینس، ارټس او د ځانګړو ماشومانو د ځانګړې کټګورۍ د لومړیو مقامونو ګټونکو نومونه هم خپاره کړل.
د بورډ لخوا ،د اګست په ۴مه، د معلوماتو له مخې، د نهم ټولګي په ازموینو کې ۹۷ زره او ۹۵۰ زده کوونکو ګډون کړی و، او د لسم ټولګي په ازموینو کې ۹۵ زره او ۴۹۶ زده کوونکو برخه اخیستې وه.
د پایلو له مخې، د لسم ټولګي ۶۶ زره او ۹۸۸ زده کوونکي بریالي شوي، ۲۷ زره او ۷۸۸ زده کوونکي بریالي نه شول، او ټولټال ۵۷ زره او ۸۴۷ زده کوونکي لسم ټولګي ته پروموټ شوي دي.
د ساینس ګروپ کې اومامه علي د ۱۱۸۲ نمرو په ترلاسه کولو لومړی مقام خپل کړ، سیده عتیقې د ۱۰۸۷ نمرو په ترلاسه کولو دویم او حریم خان د ۱۰۷۷ نمرو په ترلاسه کولو درېیم مقام وګاټه.
د ارټس ګروپ کې محمد ابوذر د ۱۰۸۸ نمرو په ترلاسه کولو لومړی، سایره ظفر د ۱۰۷۴ نمرو په ترلاسه کولو دویم او سیف همدان د ۱۰۶۲ نمرو په ترلاسه کولو درېیم مقام خپل کړ.
د ځانګړو ماشومانو په ځانګړې کټګورۍ کې محمود ایاز د ۱۰۶۰ نمرو په ترلاسه کولو لومړی مقام خپل کړ، رابعه بي بي د ۱۰۵۲ نمرو په ترلاسه کولو دویمه او محمد اذان خان د ۱۰۵۰ نمرو په ترلاسه کولو درېیم مقام وګاټه.


سلمان یوسفزی