د پاکستان مرکزي بانک ويلي، چې د متحده عربي اماراتو ته يې ټول ۳.۴۵ اربه ډالره پور بېرته ورکړی دی.

 

سټېټ بېنک وايي، يو ارب ډالر د اپريل په ۲۳مه د ابوظبۍ پرمختيايي فنډ ته ورکړل شوي، او پاتې ۲.۴۵ اربه ډالر تېره اوونۍ ادا شوي وو.

 

د بېنک په وينا، له دې سره د اماراتو د پور معامله پای ته رسېدلې ده.

 

دا پېسې اماراتو په ۲۰۱۹م کال کې پاکستان ته د مالي مرستې په توګه ورکړې وې، چې هدف يې د هېواد د ورکړو توازن سم ساتل او اقتصاد ته يو څه ثبات ورکول وو.

 

پاکستان تر دې مخکې هڅه کړې وه چې له اماراتو سره د دې پور د مودې غځولو خبره وکړي، خو دغه هڅه بريالۍ نه شوه. د کارپوهانو په وينا، د دې پرېکړې له امله مالي اندېښنې زياتې شوې وې، ځکه دومره غټه اندازه پېسې يو ځل بېرته ورکول د زر مبادله په ذخیرو دروند بار بلل کېږي.

 

د سټېټ بېنک د شمېرو له مخې، د اپريل تر ۱۷مې پورې د پاکستان ټولې د زر مبادله ذخیری ۲۰.۶۳ اربه ډالره وې، چې پکې د مرکزي بانک برخه شاوخوا ۱۵ اربه ډالره وه.

 

په همدې مياشت کې سعودي عرب هم پاکستان سره مرسته کړې او درې اربه ډالره يې ورکړي دي، چې دويم قسط يې د اپريل په ۲۱مه ترلاسه شوی دی.

 

اقتصادي کارپوهان وايي، که څه هم د سعودي له خوا ورکړل شوې پېسې يو څه لنډمهاله اسانتيا برابروي، خو د بهرنيو پورونو بېرته ورکول، د تېلو بيې لوړېدل او د نړيوال بازار ستونزې لا هم د پاکستان اقتصاد لپاره لوي ننګونې دي.