د کرم ضلعې د صدې بازار په سیمه کې نامعلومو کسانو د صدې پولیس تاڼې پر ودانۍ لاسی بم غورځولی دی. د پولیسو سرچینې وایي، په چاودنه کې د پولیسو اهلکارو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
پولیس وایي، بریدکوونکي له پېښې وروسته وتښتېدل او د هغوی د پېژندلو او نیولو لپاره پلټنې پیل شوې دي. چارواکو تر اوسه د برید د انګېزې او ذمه وارو کسانو په اړه نور معلومات نه دي شریک کړي.
د کرم امنیتي حالت د فرقوي تاوتریخوالي تر څنګ په وروستیو میاشتو کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو د وسله والو بریدونو له امله هم د اندېښنې وړ پاتې شوی دی. د جولای په نیمایي کې د اپر کرم د شلوزان تنګي پر یوه امنیتي چیک پوسټ برید کې شپږ امنیتي سرتېري ټپیان شوي وو؛ د پولیسو په وینا، په ځوابي کارروایۍ کې څو بریدکوونکي هم وژل شوي یا ټپیان شوي وو.
تر دې مخکې، د جون پر ۱۵مه د مرکزي کرم په میر باغ سیمه کې پر پولیس چیک پوسټ وسله وال برید شوی و چې د پولیسو د ویاند له مخې، دوه عام وګړي وژل شوي او د ۱۷ پولیسو په ګډون ۳۵ تنه ټپیان شوي وو.


علي افضل افضال